Saturday, June 6, 2015

محروم

محروم
لیکوال: نعمان دوست
په کورکې له ټولو مشر وم ، همدغه مشـر تـوب راتـه غـم جـوړ کـړى و ، ځکـه زمـوږ پـه ملـک کې چې څوک مشرشي يابه په نورو ظلم کي او يابه پرې د نورو غم ور بار وي.
زه هـــم لـــه دې دوهمـــې ډلـــې څخـــه وم ، د کـــور ټـــول لګښـــتونه ، د څـــارويو پالنـــه ، دځمکـــې کارونه ... او هر څه ځما په غاړه وو .
همـدا کارونـه وو ، چـې زه يـــې دژونـد لـه خـوږو بـې برخـې کـړى وم او پـه ځوانـه ځـوانۍ کـې يــــې راته دملا او پښو دردونه پيدا شوي وو .
ټوله ورځ مې پټيو کې په کار تٻرٻـده ، کلـه خـو بـه مـې غرمنـۍ هـم ، هملتـه ديـوې پـولې پـه سـر له ستونې تٻره کړه . په هغه ورځ مېله ملا اذانه کار شروع کړ،ماوې د سبا کاربه هم،نن خلاص کړم،يوه ورځ به دمه شم،خو زما دمه د خټګرو دمه وه.
ماښام کور ته راننوتم ، د انګړ منځ کې په شلٻدلي کټ، چې موږ به وينځـل شـوي لوښـي پـرې لمر ته ايښودل، خور ور پرٻـوتم ، يـوه سـترګه خـوب مـې وکـړ، ډوډۍ تـه يـــې پـاڅولم . هـم مـې ډوډۍ خوړه او هم مې د سبا ناليدلې ورځ پر زړه ګرځٻدله . کله بـه مـې ويـل : د چـاى لـه څښـلو وروسته کټ او بالښت اخلم او هماغه د سيند د غاړې چنار لاندې ٓان تر غرمو خوب کوم. کلـه
به مې ويل نه، هاغه دملګري کورته ځم اوکله... زه لا په همـدې خيـالونو کـې وم ، چـې مـور مـې غـږ کـړ: بچـى! دا څـو يمـه ورځ ده ، چـې پـه کـور
کې دانه وچکى نشته ، په بوټو او پـاڼو هـم تنـور اچـوو او هـم پخلـى کـوو، لـه ډٻـرو پوکولـو نـه مـې سر په درددى.
يو شٻبه مې سرشاته پر دٻواله کٻښود ، سـترګې مـې پټـې کـړې او د چنـار سـيورى او د ملګـري کورمې سترګو کې تاو راتاو شو ... جـګ شـوم ، تبـر او رسـۍ مـې څنـګ تـه کٻښـودل ، زمـا څـو نـور ګاونـډيان هـم غـره تـه تلـل، د چاى پياله مې هماغه شان ډکه پرٻښوده، مونځ مې وکړ او بيا له تبر او رسۍ سره خپـل کـټ تـه
وخوځٻدم، ماوې : همدا اوس ويده کٻږم، چې هر وخت هغوى غږ کړ راويښ مـې کـړئ ، کـټ کې وغځٻدم او له غځٻدو سره سم مې سترګې پټې شوې :
ما کټ د سيند غـاړې تـه ايښـى و، سـيند ! لکـه هغـه چـې هـم مـا غونـدې لـه ژونـده سـتړى و ، لـه خولې يــې شنه ځګونه بادٻدل ، مخ په ښکـته په بيړه- بيړه روان و .
يـخ شـمال بـه کلـه نـا کلـه د اوبـو مهـين څـاڅکي زمـا پـر مـخ را شـيندل، دواړه سـترګې مـې پـه سـيند نښـتې وې،شـاته مـې د ګـامونو اواز شـو،پـه بـلاړخ واوښـتم، هماغـه ملګـرى موسـکى، خو لږڅه مرور غوندې ولاړو. ورجګ شوم .مالا څه ويلي نه و، چې هغـه پـه طنزيـه شـکل څــو کرتــه د ٓافــرين کلمــه ، د ســر پــه خــاص حرکــت تکــرار کــړه او بيــايــې زياتــه کــړه: همداســې وي ملګرتيا؟ زه څومره بٻمـار شـوم او تـا يـو ځـل پوښـتنه هـم ونـه کـړه. زه غلـى وم، اخـر مـې ووې ، ګرانــه ! ډٻــر رايادٻــدلې، بــاور وکــړه هماغــه يــوه مياشــت وړانــدې مــو چــې ليــدلي وو، لــه هغــې را وروسته دا لومړى ورځ ده چې دمه يم ، همدانن مې نيت و، ښه شوه چـې خپلـه راغلـې. راځـه کٻنه ، چې د خپل ستړي ژوندکيسه درته وکړم . هغه کٻناست خو لاما خپله کيسه نـه وه پيـل کــړې، چــې چــا وخوځــولم، پورتــه والــوتم، ســترګې مــې رڼــې کــړې، مــور مــې غــږ کــړ: هلــه زويــه ! ګاونـډيان دې درتـه ولاړ دي . پورتـه شـوم . پـوه شـوم چـې پـه خـوب کـې هـم د ژونـد کيسـه چاتـه
نشم اورولى . سترګې مې وموښلې ، رسۍ مې له ملا راتاوه کړه ، تبر مې پراوږه کړ، مخ په غره وخوځٻدو .
لمر لا د غره د سر لـه ونـو خپـل مـخ پـوره نـه و ښـکاره کـړى، چـې ورسـٻدو، يـوه شـٻبه پـه غټـه او تــوره تيــږه دمــه شــوو ، بيــا هــر يــو پــه جــلا- جــلا لاره روان شــو. زه هــم دغــره ابلــې ډډې تــه لاړم . ملګرو مې لا ګٻډي نيمايــي نه وه پوره کړي ، چې ما خپل لرګي پوره او ومې تړل . ونـې تـه مـې
تکيه کړل او بيا د خپلو ملګرو څنګ ته لاړم : که خپه کٻږئ نه، زه به لږمخکې لاړشم، تاسو ته خو زمـاحـال معلـوم دى. يـوازې يـم،
چې کارونو ته ځان ورسوم.ټولو خوښه راکړه،پـه منـډه لاړم،ګٻـډى مـې پـه شـاکـړ. پخـوانۍ لاره مې پرٻښوده او په يوه لنډه اوناليدلې لاره، چې په وچو وښو پوښلې وه روانشوم. ټوله لاره راسره د کـارونو غـم و، ښـه سـتړى شـوى وم، پـه يـوه شـنه ونـه مـې سـترګې نښـتې وې او د هغې سيورى مې د دمځاى لپاره غوره کړ.
ور نږدې شوم ، خو لا پوره نه وم رسٻدلى ، چې يو درز سره مې لـه پښـو شـنه لـوخړه پورتـه شـوه او بيا نور پوه نشوم .
خداى خبر څومره وخت به وتلى و! يو وخت ، چـې مـې سـترګې پرانيسـتې، ټـول زمـا پـه شـان پر کـټونو پراته وو، چا زګٻروي کول، چا شيبه په شيبه ژبه خوله کې ننوٻسته او راوٻسته .
د چـا لاسـونه ، نـه وو. د چـا پښـې او د چـا هـم د سـترګو ځـايونو کـې سـپينې پاغونـدې ايښـودل شوې وې.
زمــا خپــل ځــان تــه پــام نــه و، پــه پښــو مــې ســپينه پــرده ، چــې د وينــو خاپونــه وربانــدې وو ، خورهوه. يو وخت،يوډله خلک،چـې دنـګ قدونـه يـــې لـرل او بـل شـان خبـرې يـــې کـولې راننوتل، زموږ نومونه يــې وليکل او لا هفته پوره نه وه ، چې له خپل ملکه يــې واړولو.
هلتـه زمـوږ هـر څـه نـوي او ښـکلي وو، د هغـه ځـاى خـونې ددې ځـاى پـه څٻـر پـه وينـو لړلـې نـه وې،هلته به په يوه کوټه کې يواځې يو يا دوه ټپيان پراته وو. ډاکـټرانو پسې مـوسـترګې کـږې نه وې، وخت په وخت راتلل، خوراک مو هم ښه شوى و.
يو وخت مې ځانته پام شو،ښۍ پښه مې له زنګانه ښکـته نهوه،دپښې په ليدلو مې ټولـه بٻوزلـه کــورنۍســترګوتـه ودرٻــده،خپــل نيمګـړي کارونــه رايــادشـول. واړه وروڼــه،زړه او بــې وسه مور چې يوه لحظه يــې هـم بـې لـه مـا چـاره نـه وه را پـه زړه شـوه، بيـا مـې پـه خپلـه پـرې پښـه
سترګې ولګٻدې ، چيغه رانه ووته او په ځان پوه نه شوم. شـــٻبه پـــس مـــې ســـترګې پرانيســـتې ، د کـــټ اړخ تـــه مـــې دنګـــه جينـــۍ ولاړه وه، ســـره طلايـــــي وٻښـتان يـــې پـر سـپين او نـازک مـخ ګـډوډ پراتـه وو، ترډٻـره وختـه يـــې پرمـا سـترګې نښـتې وې، د هغــې شــنو ســترګو کــې اوښــکې لکــه شــين ســمندر وخوځٻــدې ، نــرۍ- نــرۍ يــــې پــرمخ راروانــې شـوې . مـاوې کـه زمـا د بـې وسـۍ او د کـور لـه يوازٻتوبـه چـا خبـره کـړې ، زمـا هـم سـترګې ډنـډ شـوې، زړه مـې ډک شـو، هغـې يـو ځـل بيـا زمـا پښـې تـه وکـتـل، شـونډې يـــې پـه غـاښ کـړې، پـه خپله ژبه يــې څه وويل او بياروانه شوه.
ماله هغه سړي څخه،چې د هغې څنګ ته ولاړ و،اوکله-کله به يـــې دهغـې خبـرې مـوږ تـه په خپله ژبه کولې وپوښتل: کاکا! دې ته خو تا زما د بې وسيو کيسه نه ده کړې؟
هغـه بريتونــو لانــدې موســکى شــو او بيــا يــــې وويـل: دا نجلــۍ وايــــي ، چــې زه ډٻــر تاســف کــوم، څومره ښايسـته او تنکـى زلمـى دى ، خـو افسـوس ! چـې پښـه يـــې پـرې شـوه او پـه ځوانـه ځـوانۍ کې له ډانسه محروم شو

No comments:

Post a Comment