Wednesday, May 27, 2015

حتمن یی ووایاست .
------؛
یو 9 کلن هلک خپلی مورته راغلی چی دا مهال یی مور په اشپزخانه کی وه او لوشی یی پریولل او ده یو کاغذ ورته راوری چی مور دا خو راته ووایه ؟
مور یی ورته وویل : زویه هلته یی کشیژده چی زه له کاره فارغه سولم بیا به یی درته ووایم . خو هلک تنگار او غالمغال کوی چی یا، خامخا یی راته ووایه .
نو مور یی لاسونه وچ کرل او کاغذ یی واخست په لوستلو یی شروع وکرل هلک پر کاغذ داسی لیکلی وه . ...
1 - د کور د باغچی سخه واشه ریبل 5 افغانی .
2 - د خپلی خونی پاکول 7 افغانی .
3 - ددی خونی سخه هغه بلی خونی ته د شیانو ورل 8 افغانی .
4 - کله چی ته مصروفه وی نو د کوچنی ورور آرامول 3 افغانی .
5 - د کثافاتو تولول او د کور دباندی غورزول 2 افغانی .
6 - د کور پاکی او صفایی 10 افغانی .
جمله یی توله 35 افغانی کیژی .
----------------------------------؛
مور چی یی دا خط ووایه نو په موسکا سو او زوی یی هم د خوشالی په حالت کی ورته وویل چی مور اوس خو نو زما دغه 35 افغانی پور راکه .
مور یی ورته وویل چی لمری قلم راکه بیابه خبری کوه .
زوی یی قلم ورکی او مور یی دداغه کاغذ پر شا باندی داسی ولیکل :
1 - پخپل نس کی تا د 9 میاشتو لپاره گرزول وریا ( مفت ).
2 - تولی هغه شپی چی زه به درته ناسته وم او ستا خیال می ساتی دا توله وریا ( مفت ) .
3 - د 5 کالو لپاره می ستا د اوشکو وچول او تا په غیژ کی گرزول وریا ( مفت )
4 - ستا د ناروغیو ، کالیو ، ارتیاوو او لوبو د شیانو مصارف وریا ( مفت ) .
5 - ستا لمبول ، پاکول ، پالل او رنگارنگ جامی درباندی اغوستل وریا ( مفت ) .
6 - ستا د آینده ژوند او برخلیک لپاره شپه او ورز تشویش کول وریا ( مفت ) .
7 - تاته د مورنی مینی ، ناز او محبت عطا کول وریا (مفت).
د تولو مجموعه سول ( مفت ).
-------------------------------------؛
مور یی دا کاغذ ورکی او کله چی ده ووایه نو متاثره سو او په سترگو کی یی اوشکی را شکاره سوی او د خپل جور کری پور د لیست په پای کی یی داسی ولیکل :
توله پور می ادا سو او ماته راورسیدی .
وروسته یی پر مور دواره لاسونه را تاو کرل او د هغی په غیژ کی یی زان ورواچاوه او مچ یی کرل نو د تل لپاره متوجه سو .
---------------------------------------؛
اخلاقی - رشتیا هم جنت بل زای نه بلکی د مور تر پشو لاندی دی . خو ما چی کوم عکس ددی کیسی تر سنگ تاسو ته وراندی کریدی دا د یوی مور عکس دی کوم چی د الله ج لخوا تحفه ده . خو د خپل زوی لخوا وهل سویده . زره می دیر درد کوی چی د دیره درده سه نسم ویلای تاسی یوه جمله دداسی کافر زوی په باره کی ولیکی چی زره می په یخ سی او داسی شرا ورته وکی چی پر دی دنیا عذاب پر نازل سی . الله ج خو دی دا سی زوی د پیدایشت پر مهال مردار کی چی دی بیا غتیژی او پر خپلی مور لاس پورته کوی .

ایا دا تاسو زغملای سی ؟

په دواړو جهانو سردار سرور کاینات جناب حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم درود شریف وایلو 40 ګټی...
(1) د الله امر په ځای کول.
(2) له الله سره موافقت که څه هم د دواړو درود توپیر لري.
(3) له ملایکو سره په درود ویلو کې موافقت.
(4) د الله له لوري په درود ویونکي لس ځله درود ویل کیږي. ...
(5) په درود سره لس درجې ترلاسه کیږي.
(6) درود ویونکي ته لس نېکۍ لیکل کیږي.
(7) په درود سره لس ګناهونه بښل کیږي.
(8) درود د دعا قبیلدلو سبب کیږي.
(9) درود د رسول الله د شفاعت ترلاسه کولو سبب کیږي.
(10) د ګناهونو د بښلو سبب کیږي.
(11) په درود سره الله د بنده غمونه او اندېښنې ختموي.
(12) د قیامت په ورځ به درود ویونکی رسول الله ته نږدې وي.
(13) د غریب سړي له پاره درود د صدقې ځای نیسي.
(14) درود د اړتیاو د پوره کیدلو لامل ګرځي.
(15) درود دالله او ملایکو له لوري د درود سبب کیږي.
(16) په درود سره انسان پاکي او تزکیه ترلاسه کوي.
(17) په درود ویونکي به له مرګ مخکي د جنت زیری کیږي.
(18) درود ویونکی به د اخرت له سختیو نجات ترلاسه کوي.
(19) د درود په برکت انسان ته هیر شوي شیان وریادیږي.
(20) درود ویونکي او سلام کوونکي ته رسول الله ځواب ورکوي.
(21) درود ویونکی به د اخرت په ورځ نه پښیمانه کیږي.
(22) په درود سره فقر او غریبي له منځه ځي.
(23) په درود ویلو سره د بخل ناروغي او بدخويي له منځه ځي.
(24) درود ویونکي ته هیڅوک ښېرا نشي کولی.
(25) د درود په برکت د جنت لاره موندل کیږي.
(26) د غافلانو په مجلس کې سړی له غفلت نه ژغورل کیږي.
(27) خطبې او نورې ویناوې په درود سره پای مومي.
(28) درود په صراط (لاره) د پوره رڼا سبب ګرځي.
(29) په انسان کې جفا او سختي ختموي.
(30) د اسمانونو او ځمکې د مخلوقاتو په منځ کې الله درود ویونکی ښه یادوي.
(31) درود د برکتونو سبب ګرځي.
(32) په درود سره د الله رحمت ترلاسه کیږي.
(33) درود ویل په مومن کې له رسول الله سره مینه زیاتوي.
(34) له درود ویونکي سره رسول الله مینه کوي.
(35) درود ویل د هدایت او د زړه د بیداري سبب ګرځي.
(36) رسول الله ته د درود ویونکي نوم اخیستل کیږي.
(37) په صراط به د درود ویونکي قدم ثابت وي.
(38) په درود سره د رسول الله د حق یوه برخه اداکیږي.
(39) د درود په ترڅ کې د الله ذکر او شکر هم راځي .
(40) درود دعا ده .
جلاء الأفهام في فضل الصلاة والسلام على خير الأنام، لإبن القيم الجوزيه
دمورمقام دستاینی وړدی

موردمينې انسانيت يوه ښوونکې        مورد ټولو بشريت ستره روزونکې
 پرته له شکه چه موراوپلاردانسانی ټولنو په ژوندانه کې هغه مهم شخصيتونه دي کوم چې شتون يې په هره ټولنه ،هيواداوهره کلتوردژوندپه ډګرکې ډيرمهم اوبا  ارزښت دی، دعزت اواحترام په نظرکتل کیږی. کورنی چی دټولنی اوملتونودجوړښت لمړنی بنیادی واحد دی،موراوپلارددی واحد معماران اوبڼست ایښودونکی او شاه تیران ګڼل ګیږیااو تاکونکی رول لوبوی. اوهمداسی کورنی دی چی دما شوم دپاره دښوونی اوروزنی دلومړی مدرسی او پوهنځی حیثیت لری ،موراو پلارپکښی دلومړنی ښوونکواو روزونکو په حیث ماشوم ته پالنه او روزنه ورکوی . دذکر وړ ده چی دمورنقش اورول دپلارپه انډ دری برابره زیات دی . لهذا پدی مهال چی دمورد ورځی رسما نمانځل   کیږی، غواړم پخپل وارسره ټولوګرانوافغان میندوته که دهیوادپه دننه دی یا په بهر ،دنیکی هیلی اومبارکی په وړاندی کولوسره دمیندو دمقام اومسوولیتونو په اړوند په لنډ ډول نظرواچوم.
زمونږ په افغانی ټولنی او هیوادکښی  دموردنړيوالې ورځې په وياړدغبرګولی دمیاشتی په څلورویشتمه نیټه هرکال دځانګړي پروګرامونو په ترڅ رسما نماځل کيږي اوميندوته د سوغاتونه اودګلانو ګيډۍ په ورکولوسره درناوی کيږي دغه عمل خپله دمور په مقابل دټولنی داحترام او قدرشناسی یوه څرګنډ نمونه او بیلګه ششمیرل کیږی . خودعقیدتی اواخلاقی ډندوله مخی دموردرنښت اوعزت یی پرځای اوادا کول نه دیوه ځاصی ورځی یامیاښت یا کال وجیبه ده بلکی هره شیبه اوهره مهال داولادونواوټولنوله ډندو اومسوولیتونوڅخه ګڼل کیږی .
یقیناچه مورډيرسپيڅلې اومهربانه موجوده ،دقدروړاوشتون یی یولوی برکت اونعمت ده. دمورکلمه دنړی په سټره قاموس کښی بهترینه معنی او دګیتی په انتخاب شوی او ښایسته سموفونیوکښی ‎ډیرپه زړه پوری غږ ده . ددنیا دمعرفت په کتاب کښی مورهغه نخبه کلمی دی چه زمونږدهریوی دژوندانه دلاروپه مخ دیوی ښکلی تابلوپه ټوګه دی . موردعشق اوالفت زیږونکی اودمهراوعطوفت پالونکی دی ، مورهغه موجود دی چه دخپل نه کموی اود وجود دعصاری نه خپل ماشوم روزی . داهغه موجوددی چه په شهامت اومیړانی له ناخوالیوسره سره مشت اوګریوان دی ترڅو وګولای شی خپل ماشوم دهررازدرد ورنخ ، ظلم اوبی   عدالتی په مقابل کی پیاوړی کړی . دمورپه کلمه کښی یوډیرښه اوپه زړه پوری غږ اوسرود دی ، مورماشوم دپاره دامن یومضبوط پناه ګاه اولوړحصارګڼل  کیږی ، مورماشوم دپاره نږدی غمخور، مونس، مرستندوی اولومړنی روزونکی او پالونکی دی . په هره مهال اوهره ځای کله چه دمورښکلی اوخوږه نوم واوریدل شی ، سړی بی له ځند اوپرته له ارادی ځان پورولی اومدیون احساسه وی. ترڅوچه خپل مورترڅنګه لرو، ځانته دنړی شته من ترین شخص احساسه وو. دا موردی کله چه دمینی اوشفقت نه ډ ک اوپه دقت سره ماشوم ته نظرواچوی  ، هغه په نعمتونواومهربانیوکی دوپیږی .
 دمورمینی ماشوم سره ملکوتی مینه ده، مونږنشوکولای چه په ژبه یا څولیکلی ښکلی او رنګینه کلمواو جملوذکرکړواو وستایو ، یا یی ولیکو، خکه چه دموردوجود تقدس له نورهرشی نه زښته ډیراولوړدی ، خو که خبره لنډ کړوچه مورهغه مقدس موجود دی چه وروسته له الله تعالی دپاک ذات نه هره ښایسته وصف ورته پرځای او ښکلی دی . دغه ډیرعالی ا وله معنی نه دکی ویل چه « بهشت دموردرضا اودمورترقدمونولاندی دی »  اویا:
جنت که رضای مادران است               در زیر قدمهای مادران است
یا:
ګویند مرا چو زاد مادر                   پستان به دهن ګرفتن آموخت
شبها برګهواره من                        بیدار نشست وخفتن آ موخت
دستم بګرفت و پا به پا برد                    تا شیوه راه رفتن آموخت
پس هستی من زهستی اوست
تا هستم و هست دارمش دوست
له دی ځایه چی زمونږ پاک دین اسلام یو عدالت پالونکی ټولنیزدین دی اودانسانی ژوند په اړوند په هراړخیز ډول دخیر، ښیګڼی او انتظام دپاره بشپړجامع عادلانه آیین او نظام لری ،پدی نظام کښی دښځواوپه خاصه ټوګه دمورمقام اومنزلت ډیرلوړی دی. پرهمدی لړدموراو پلار دحقوقود اداکولواواحترام رعایتولودپاره په قرآن شریف او په نبوی احادیثوکی ډومره تاکیدشویدی چی دنورومسایل او برخوپه پرتله ډیرزیات دی. او په ډیروآیتونو دمختلفوسوروکی والدینوسره نیکی اواحسان کول او ددوی خوښی او رضایت ساتل او خدمت کول وروسته دتوحید او یکتا پرستی او دالله تعالی له حقوقونه ذکرشویدی، دموراو پلارحقونه پیژندل دخداوند تعالی دحقوقو سره همردیف راغلی دی، چی دا خپله دهغه داهمیت او اعتبارڅرګند دلیل دی دبقری په سوره  کښی د «۸۳» آیت چه ترجمه یی ولولو فرمایل شوی : «بغیر دخداوند (نورهیچ شی ) ته پرستش مکوی له خپل مورا وپلار سره نیکی وکړی» . دا خپله دمور اوپلارداحترام ددرجی بیانونکی دی .
همدارنګه حدیث رسول کریم «ص» دابو هریره «رض»نه روایت دی چی ویلی دی :« دحضرت محمدرسول الله « ص» نه یو سړی دری ځله په تکراروپوښتل چه ،ای دخدای «ج» رسوله ! زما ددوستی اوملګرتیا اومصاحبت دپاره څرنګه سړی ښایسته او مناسب دی ؟ حضرت«ص» په دری خله ځواب کی ورته وفرمایل : ستاسی مور .هغه سړی څلورم ځل دپار ه سوال وکړ چه ورپسی  څوک ؟ رسول اکرم «ص» وفرمایل : ستاسی پلار .بناء څرګنده شول چه داسلام داحکامو اوعدالت پربڼست دمورحق ترپلارنه مقدم ګڼل شوې ده .
دیوی ټولنی دخلکو توان اوطاقت دهغی ټولنی دافرادودښایستوب اوپوهنی په معیارپوری اړه لری . چه دا دموردغیړی نه تومنه اخلی اوقوام ته رسیږی . دشخصیت رشد دموردغیږی نه شروع کیږی اوتکامل کوی . دمورخورا مهمه ډنده داولاد روزنه ده  . زمونږهیواد پخپله غیږ کی داسی نومیالی میندی روزلی چه لویوډګرونواو دپوهنی نړی ته یی سټراولادونه وړاندی کړیدی .څرنګه چی میندی داوسنی نسل اساسی پالونکی او روزونکی او دهیواددسباجوړونکی دی نو په حقیقت کی دبشری ټولنوواقعی تاداو ایښودونکی هم دی .
خو څرګنده ده هرڅومره چه مقام ،حقوق او امتیازات اوصلاحتیونه لوړ او زیاتیږی په هماغه پیمانه دمسوولیت او ځواب دهی لمن هم پراخیږی، په همدی لړدمیندو دمسوولیتونواو وجیبو د ښه ترسره کولو په اړه زمونږ په مقدس دين کې ویل شویدی چه پ
.یو بامسوولیته مورماشوم ته دژوندانه سمی لارښیی ، په ژوندانه کی دستونزو په مقابل ورته ټینګاربخښی څوچه دژوندانه په مبارزی او دخپلو انسانی ټولنیزواوملی وجایبوپه ترسره کولو کی بریالی اوسی .مورپه جدی او نه سټری کیدونکی ډول دخپل ماشوم روغتیا که جسما نی وی  که روانی اوذهنی څاری او دټولنی دروغتیا اوسلامتیا تاداو ږدی .ځکه چه دروغتیا اساس د ژوندانه دپیل نه ایښودل کیږی .
څرنګه چه مخکی هم ذکرشول ماشوم لومړنی زده کړه اوپوهنه له موره اخلی او دا مور ده چه په سړه سینه او مینه اونه سټړی کیدونکوکوښش او تلاش دخپل اولاد دلومړنیوورځو زده کړی څارنه کوی .همدا ډول داولادوداخلاق پالنه او څارنه دمورله ډندو څخه شمیرل کیږی ځکه چه دشخصیت سټرعنصراخلاق اووطن دوستی ده .
له دی ځایه چی دمورمقام او منزلت ډیرلوړاوواجب الاحترام دی چه داسلامی آیین او اصولو سره سم دبی احترامی یا ځورولو په وجه باندی اولاد کنهکارکیږی . نوپردی بناءدهغه مسوولیتونه هم دروند دی . هغه میندوچه خپل وجایب  په ښه ټوګه ترسره کوی په حقیقت کی خپل ټولنی اوهیوادجوړوی اوددایم دیاره پری ویاړی. څرګنده ده ، څومره چه دمور وظیفی مهمی او درنی دی او احساس مسوولیت وکړی، همدومره مقام او منزلت اواحترام یی زیاتیږی او لوړلیږی .
هغه میندوبختوراوکامیاب دی او تل پاتی ویاړنی ورپه برخه کیږی چه خپلو دغومهمواولوړومقام اوسټرو ډندوته په ټوجه سره دټولنی اوهیواد داړتیا او دزمانی  داقتضاء سره سم خپل اولادونه دتقوااو فضلیت اود خلکو دغوښتنی سره سم چه د هیوادپه درد دوا شی اودا اعتقاد او توان ولری چه دنن اوسبا جوړول ډندو په غاړه لری . انصاف ولری ،دردمن اووطن پالونکی وی ،دخپلو خلکودهوساینی اونیکمرغی دپاره د وروری ، برابری لاره غوره اوعملی کړی .
موردمينې انسانيت يوه ښوونکې        مورد ټولو بشريت ستره روزونکې